گالری تصاویر
پیوندهای مهم
  • پورتال امام خمینی
  • دفتر مقام معظم رهبری
  • ریاست جمهوری
  • معاونت امور مجلس
  • نقشه جامع علمی کشور
  • Ministry of Science, Research and Technology
  • صندوق احیا و بهره برداری از بناهای تاریخی و فرهنگی کشور
اخبار > نامه رهبر انقلاب اسلامی به عموم جوانان در کشورهای غربی ترجمه شده توسط سرکنسولگری ج.ا.ا –جلال آباد به زبان پشتو


  چاپ        ارسال به دوست

نامه رهبر انقلاب اسلامی به عموم جوانان در کشورهای غربی ترجمه شده توسط سرکنسولگری ج.ا.ا –جلال آباد به زبان پشتو

دلویدیزو هیوادونو ځوانانوته د ایران داسلامي انقلاب د رهبر لیک

بسم الله الرحمن الرحیم

دلویدیزو هیوادونو ټولو ځوانانو ته!

په فرانسه کې وروستیو ترهګریزو پیښو یو ځل بیا له تاسو سره خبرو کولو ته اړویستم.ماته ډیره خواشینونکې ده چې دا ډول پېښې دې خبرو کولو ته زمینه برابره کړي.خو حقیقت دادی چې که دا ډول ویروونکې پېښې دحل لارې موندلو او فکرونو یووالي ته زمینه برابره نکړي زیان به یې دوه برابره وي.

دنړۍ په هر ګوټ کې انساني زیان دهغه همنوع ته خواشینونکی دی.لکه دیو کوچني ماشوم کیسه چې د کورنۍ او خپلوانو پر وړاندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.هغه مور چې د کورنۍ خوشالي یې په غم بدلیږي.هغه خاوند چې دخپلې میرمنې بی ساه جسد په وارخطایي سره یوې لورې ته ځغلوي.او یا هغه لیدونکی چې نه پوهیږي څو شیبې وروسته به دخپل ژوندد داستان وروستۍ پرده وویني .هغه پېښې نه دي چې دانسان مینه ،عاطفه او احساسات را ونه پاروي. هر هغه څوک چې دانسانیت او مینې څکه یې کړې وي دا صحنې ورته ویرونکي او خواشینونکي دي .که دا پېښې په فرانسه او فلسطین کې او یا په لبنان او سوریه کې وي .دنړۍ یو نیم ملیارد مسلمانان همدا ډول احساس لري او ددې ډول پېښیو دعاملینو او ملاتړو څخه کرکه لري .خو مسله داده چې که دنن کړاوونه دیو خوندی او سوکاله سبا لپاره زمینه برابره نکړي نو یوازې به ترخې او بې اغیزې خاطرې تر شاه پریږدي.

زه باور لرم چې یوازې همدا تا سو ځوانان یاستئ چې د نن ورځې له ویروونکو پېښو نه په درس اخیستلو دخپل سبا لپاره لارې چارې برابرې کړئ او دهغه بې لاریو مخه ونیسئ چې لویدیزه نړۍ یې دې حالت ته رارسولې ده.

دا سمه ده چې نن  ترهګري زموږاو ستاسو دټولو شریک درد دی خو اړینه ده پوه شئ چې هغه ناامنۍ او ویره مو چې په دا تیرو پېښو کې تجربه کړه له هغه کړاوونوسره چې د عراق،یمن،سوریې او افغانستان وګړو له تیرو څو کالو راهیسې ګاللې او زغملې دي دوه عمده توپېرونه لري .

لومړی داچې اسلامي نړۍ په بیلابیلو اړخونو کې په پراخه کچه او داوږدې مودې راهیسې دترهګرۍ او تاوتریخوالي قرباني ده .دویم داچې په خواشینۍ سره دا تاوتریخوالی تل د نړۍ دځینو لویو او قدرتمنو هیوادونو  له لورې په بېلابېلو ډولونو او اغیزمنه توګه ملاتړ کیږي.نن په نړۍ کې داسې لږ خلک تر سترګو کیږي چې دنړیوال تر وریزم.القاعدې،طالبانو او دهغوې دنورو پاتې شونونه د امریکا دمتحدو ایالتونو له لورې له  تمویل،تجیز او ملاتړ نه ناخبره وي.ددې مخامخ ملاتړ تر څنګ د نړیوالې پېژندل شوی ترهګرۍ نه څرګند ملاتړددې سبب شوی چې  وروسته پاتې سیاسي نظامونو تل دلویدیزې نړۍ دملاتړو په ډله کې ځاې موندلی دی.

دا په داسی حال کې ده چې د نړۍ روښانه او پرمختللي فکرونه چې دخلکو له منځه راوتلي په سیمه کې په بې رحمانه ډول ځپل کیږي او دا چاره همداسې روانه ده .داسلامي نړۍ د ویښتیابه سره د لویدیزې نړۍ دوه ګونی چلند دلویدیزې نړۍ  د دوه ګوني سیاست څرګنده بېلګه ده.

ددې تضاد بله بڼه داسرایلو د ترهګریز دولت نه  په ملاتړ کې لیدل کیږي دفلسطین بې دفاع او مظلوم ولس له تیرو شپیتو کالو راهیسې په خپله سیمه کې د ترهګرۍ تر ټولو وحشي ډول تجربه کوي.که داروپا استوګن نن له څو ورځو راهیسې په خپلو کورونو کې پټیږي او دګڼې ګوڼې سیمو ته له ورتلو ډډه کوي .یوه فلسطینۍ کورنۍ لسګونه کاله کیږی چې ان په خپل کور کې هم د صهیونیستي رژیم دکړاوونو او وژوونکي ماشین نه خوندي نه ده .نن د تاوتریخوالي داسی ډول نه وینو چې داسرایلو له لورې د ښارګوټو جوړولو پرمهال له ترسره کیدونکي تاوتریخوالي سره یی پرتله کړو دا رژیم چې باید د خپلو نفوذ لروونکو ملاتړو او په ظاهره د نړیوالو خپلواکو بنسټونو له لورې ورټل شي هره ورځ دفلسطینیانو کورونه نړوي او دهغوې باغونه او کروندې له منځه وړي. پرته له دې چې هغوې ته دخپلو حاصلاتو دراټولولواو ان دکورنو نه دخپلې اړتیا وړ توکیو دوړولو مجال ورکړي. او دا ټولې ربړونې دکوچنیانواو دهغوې د میندو دویریدونکو سترګو پر وړاندی تر سره کیږي دوې دخپلو عزیزانو دربړونې،وهلو ټکولو او ان د شکنجو مرکزونو ته هغوې د وړلو شاهدان هم دي .ایا په نړۍ کې په دې ستره کچه او اوږد مهاله ربړونې بله بیلګه پیژنئ؟ پر سپین میدان داسرایلو تر پوزې پورې پر وسلو سمبال سرتیري پر وړاندی دیوې فلسطینې پیغلې د اعتراض په بدل کې پر ګولیو دهغې ویشتل ترهګري نه ده نو څه دي؟دا نا روا کړني او بربریت دیو نیواکګر دولت دپوځیانو له لورې تر سره کیږي نو ځکه باید ورته بنسټ پالنه ونه ویل شي.هغه انځورونه چې له تیرو شپیتو کالو راهیسې په پرله پسی ډول دتلویزیون پر پردو لیدل کیږی نور نو باید زموږ وجدان را ونه پاروي.

په دې وروستیو کالو کی داسلامي نړۍ پر خلاف دلښکرو ویستل چې ګڼ قربانیان  یې تر شاه پریښودل دلویدیزې نړۍ دتوپیري چلند یو بله بیلګه ده.هغه هیوادونه چې تر تیري لاندې نیول شوي  نه یوازي چې انسانۍ ککرۍ پکې خاورې شوي بلکې دهغه هیوادونو اقتصادي بنسټونه هم نړیدلي او درانه زیانونه وراوختي دي .دهغوې داقتصادي پرمختګ مزل یا درول شوی او یا هم ورو شویدی.اوپه ځينو برخو کی خو ان لسګونه کاله شاته پاتې شویدي پردې سربیره په ډیره  بې شرمۍ او کبرجنه لهجه له هغوې غواړي چې ځانونه غمځپلي ونه ګڼي .څنګه کولای شو یو هیواد په کنډ واله بدل کړو او ښارونه او کلي یی خاورې ایري کړواو بیا ورته ووایو چې ځانونه غمځپلي مه شمیرئ .ددې پر ځاې چې خلکو ته ووایي دا فاجعې هیرې کړئ او یاهم ځان ناخبره ونیسئ غوره نه ده چې په رښتینې ډول بخښنه وغواړي؟هغه دردونه چې اسلامي نړۍ د لویدیزوالو د دوه ګوني سیاست او تیرې کوونکي بڼې نه ګاللي له مالی زیانونو نه کم نه دي .

ګرانو ځوانانو

زما هیله ده چې تاسو به نن او یا سبا دې جعلي ذهن ته بدلون ورکوئ.هغه دهن چې هنر یې د اوږدمهاله موخو پټول او دناولو غرضونو رامنځته کول دي .زما له نظره لومړی پړاو دامنیت او سوکالۍ رامنځته کول او ددې له تاوتریخوالي نه د ډک فکر سمونه ده.تر هغې چې دلویدیزې نړۍ پرسیاست د دوه ګونۍ کړنلاره حاکمه وي ، تر هغې چې ترهګري دهغې د نړیوالو ملاتړو له لورې په دوه برخو ښه او بد ونه ویشل شي او تر هغې چې د دولتونو ګټي پر انساني اواخلاقي ګټو لوړې وګڼل شي نو د تاوتریخوالي ریښی باید بل چیرته ونه لټوو.

په خواشینۍ سره چې دوخت په تیریدو سره دا ریښی دلویدیزې نړې د سیاستونو تل ته ورغزیدلي او پټ یرغل یی رامنځته کړی دی.دنړۍ ډیر هیوادونه پر خپلو لرغونو دودونو ویاړي .هغه دودونه چې کالونه یې په سمه توګه  بشري ټولنې پیاوړې کړي او پاللې دي.اسلامي نړۍ هم له دې بی برخې نه ده خو په معاصره دوره کې لویدیزې نړې دپرمختللو وسایلو نه په ګټه اخیستنه دنړۍ په فرهنګي ورته والي ټینګارکوي .زه پر وړو ملتونوپه زوره د لویدیز فرهنګ منل او خپلواکو فرهنګونو ته په وړه سترګه کتل یو پټ  او ډیر زیان راوړونکی تاوتریخوالی ګڼم.بډایه فرهنګونو ته سپکاوی او دهغې خورا مهموبرخو ته نه پاملرنه په داسی حال کی تر سره کیږي چې  کینول شوی فرهنګ هیڅکله د ځای ناستې له وړتیاو برخمن نه دی دبېلګې په توګه دوه عنصره(منګولې لګول او اخلاقي بی بندوباري)چې په خواشینۍ سره د لویدیز پر اصیل فرهنګ اوښتې دهغې ځاې او ګرانښت نور خپلی وروستې کچې ته راښکته شویدی. اوس پوښتنه داده چې که موږ یو تیری کوونکی ،ځان غوښتونکی او مبتذل او بی معنا فرهنګ نه غواړو ایا موږ ګنهکار یو؟که موږ د ورانۍ دهغه سیلاب چې په هنري بڼه دتولیدشویو توکیو په څیر زموږدځوانانو پر لور را روان دی مخه نیسو ایا موږ ګنهکار یو ؟زه دفرهنګي پیوندونو له ارزښتونو انکار نه کوم که دا  پیوندونه په طبیعي او درناوي وړ شرایطو کې ټولنې منلې وي او دټولنی د پیاوړتیا او بډاینې سبب ګرځیدلی وی نوهغه پیوندونه یې  پروړاندی چې په نا ورته والي ،ناکامۍ او اجباري توګه رامنخته شوې وی ناکام او زیان راوړونکي دي .په ډیرې خواشینۍ سره چې د داعش په څير دناولې او ګرغیړنې ډلې رامنځته کیدل هم دهمدغو نا کامو پیوندونو زیږنده ده .که ستونزه په رښتینې ډول دعقیدې له پلوه وي نو اړینه وه چې داستعمار له پېر نه وړاندې یی هم  په اسلامي نړۍ کې بیلګې لیدل شوی وای په داسی حال کې چې تاریخ ددې پرخلاف شاهدي ورکوي .تاریخې اسناد او شواهد دا په ډاګه کوي چې څه ډول استعمار په یو بنسټ پاله فکر سره  دیوې لرغونې قبیلی په زړه کې دبنسټ پالنې تخم وکاره .که نه نو څه ډول شونې وه چې دنړۍ دتر ټولو لوړو اخلاقو لرونکی اوانساني مکتب څخه چې په بنسټ کې یی د یو انسان وژنه د ټول بشریت دوژلو په معنا ده د داعش په څیر یوه ناولې پاتې شونې ‌ډله سر راښکاره کړي؟

له بله پلوه بایدوپوښتو هغه څوک چې په اروپا کې زیږیدلي  او په هماغه چاپیریال کی یې روحي او فکري پالنه  شوې  له دغه ډلې سره یو ځای کیږي؟ایا باور کولای شو چې څوک دې جنګي سیمو ته  په یو یا دوه ځلی ورتګ ناببره دومره بنسټ پاله شي چې پر خپلو هیوادوالو ګولۍ وچلوي ؟هیڅکله باید دتاوتریخوالي پر چاپیریال  داوږد مهاله  ناسم فرهنګ اغیز له یاده ونه باسو په دې برخه کې باید هر اړخیزه شننه ولرو هغه شننه چې دټولنې پټ او څرکند ککړوالی ومومی ښایی د کرکې هغه تخم  چې دلویدیزوالو په زړونوکې د لویدیزې نړۍ د اقتصادي پرمختګ او هوساینې د کالونو په دوران کې کرل شوی  داسی کینې یی رامنخته کړي چې هره یوه په ناروغه ډول راسپړل کیږي.

په هر حال دا تاسو یاستئ چې باید دخپلې ټولنې څرګندې خواوې راوسپړئ .دکینې غوټې ولټوئ .تشې باید دهغې د پراخیدو پر ځای ورغوئ  دترهګرۍ پر وړاندی دمبارزې تر ټولو لویه تیروتنه هغه بی ځایه غبرګونونه دي چې اوسنې ترینګلتیا یی رامنځته کړی ده هر بیړنی او احساساتي حرکت چې پر بنسټ یې په اروپا او امریکا کی میشتې مسلمانې ټولنې چې له ملیونونو مسولیت منونکو انسانانو جوړی شوي له ویری او یوازیتوب سره مخ شی او له پخوا زیات له خپلو حقه حقوقو څخه بی برخې شي او دخلکو له نظره یی څنډی ته کړی نه یوازی داچی ستونزه نه حل کوي بلکې واټن به ژور او کینی به لا پیاوړې او پراخه کړي .بابیزه او غبرګوني تدابیر په ځانګړی ډول چې قانوني بڼه غوره کړی سربیره پر دې چې اوسنیو ډلبندیوته به پراختیا ورکړي بلکی نورو ناورینونوته به هم لار هواره کړي او بله ګټه به ونه لري .دترلاسه شویو خبرونو پر بنسټ په ځینو اروپایي هیوادونوکې داسی مقررات نافذ شوي چې خپل وګړي دمسلمانانو پر خلاف جاسوسۍ ته اړباسي .دا ډول کړنې ډیرې ظالمانه دي او پر دې ټول پوهیږو چې ظلم بیرته راګرځیدونکی خاصیت لري چې په هغه صورت کې مسلمانان د دا ډول ناشکرې وړ نه دي .له پیړیو راهسی د باختر نړۍ مسلمانان په ښه توګه پیژني په هماغه ورځ چې لویدیز وال د مسلمانانو په خاوره کې میلمانه شول نودکور دخاوند پر شتمنیو یی سترګې ښخې کړې او کله چې کوربانه شول نو پرته له دې چې دمسلمانانو د کار او فکر نه یی ګټه پورته کړه مسلمانانو دهغوې مهرباني او شفقت ونه لیده.

له همدی امله زه له تاسو ځوانانو غواړم چې دیو کره او ژور تحلیل له مخې او دتیرو ترخو تجربو نه په ګټه اخیستنه له اسلامي نړۍ سره دراشه درشه یو شریفانه او معقوله لار غوره کړئ. په دې توګه به په نږدی راتلونکی کې ووینئ چې هغه لار چې تاسو غوره کړې دسکون ، ډاډګیرنې او بارو سیوری به ددغه لارې دجوړونکو پر سر راشي اوهغوې ته به دیو روښانه راتلونکی زیری ورکړي

سید علي  خامنه یی

 

دلیندۍ اتمه ۱۳۹۴



دانلود فايل : p.pdf ( 154KB )


١٨:٠٠ - 1394/09/10    /    شماره : ٣٦٩٣٤٩    /    تعداد نمایش : ٦٦١٠







اداره کل ارزیابی و نظارت
معرفی دانشکده روابط بین الملل
آموزش دیپلماسی و امور بین الملل در ایران بیش از یک قرن سابقه دارد.
معرفی کتابخانه تخصصی سیاست خارجی
در سال 1310 هجري خورشيدي كتابخانه اي اختصاصي در ساختمان مركزي وزارت امورخارجه تاسيس گرديد.
معرفی دفترمطالعات سياسی و بين المللی
تحولات سیاست خارجی و تاثیر گسترده و عمیق آن در تمامی ابعاد
کليه حقوق اين سايت متعلق است به وزارت امور خارجه جمهوري اسلامي ايران